د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پلخمري ولسوالۍ کې د سیلابي لارې د پاکولو کار بشپړ کړ 

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۳:۵۳
image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د پلخمري ولسوالۍ په کوچنۍ آهن درې کلي کې د سیلابي لارې پاکولو د پروژې کار بشپړ کړ. 

دا سېلابي لاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له بودجې څخه د اته لکه او نولس زره او شپږ سوه او شپېته (۸۱۹٫۶۶۰) افغانیو په لګښت د ۹۷۰ مترو په اوږدوالي، له ۴ څخه تر ۸.۵ مترو په پلنوالي او له ۰.۳ سانتي‌مترو څخه تر ۲.۵ متره په ژوروالي پاکه شوه.

د پروژې په بشپړېدو سره، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو له پروژې څارنه وکړه او د پروژې کیفیت یې د ډاډ وړ وباله. د یادې پروژې په بشپړېدو سره شاوخوا ۵۰۰ کورونه چې د سیلاب له جدي ګواښ سره مخ وو، د احتمالي زیانونو له خطر څخه خوندي شول.
 
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او دا یې د سیلابونو پر وړاندې د خلکو کورونو او کرنیزو ځمکو د ساتنې لپاره یو مهم او اغېزناک ګام وباله.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په وازېخوا او ګومل ولسوالیو کې د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې وکړه

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست انجنیري او نشراتي ټیم د وازېخوا او ګومل ولسوالیو ته د سفر پر مهال، د پېښو له خطرونو څخه د زیانونو د کمولو د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د بامیان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پنجاب ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له خطرونو څخه د زیانونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .