د غزني ولایت په قلعه-جوز سیمه کې د یو خوړ د پاکولو او کیندلو چارې بشپړې شوې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په قلعه-جوز سیمه کې د سېلابونو د خطرونو د کمولو په موخه د یو خوړ د پاکولو او کیندلو چارې د ۱۸،۴۰۰ افغانیو په لګښت سره پای ته ورسولې.
یاد خوړ ۱۵۰ متره اوږدوالی، ۲۵ متره سور درلود، چې په پاکېدو سره یې د یادې سیمې شاوخوا ۲۵۰ استوګنیز کورونه د سېلابونو له احتمالي زیانونو څخه وژغورل شول.
د یادونې وړ ده، چې سیمه ییزو اوسېدونکو د یاد اقدام ستاینه وکړه او له اړوند ریاست څخه یې د یادې کړنې د ترسره کېدو له امله مننه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست
