د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د CRDSA موسسې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په الفاروق ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله ۸۸ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۲.۵ کیلو دال او ۹.۱ کیلو غوړي ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
