د فراه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې یو خوشهیي ماین کشف او خنثی شو
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د DRC مؤسسې د ماین پاکۍ برخې په تخنیکي همکارۍ، د دغه ولایت د فراهرود ولسوالۍ د آبخرما کلي په سیمه کې یوه کړۍ روسي جوړ خوشهیي ماین (AO-2.5) کشف او په خوندي ډول له منځه یووړ.
د یاد ریاست مسؤلینو وویل، ماینونه او ناچاوده توکي د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه د ماشومانو، ژوند ته جدي ګواښ پېښوي. له همدې امله یې له ټولو هېوادوالو وغوښتل، که چېرې هر ډول شکمن توکي یا چاودېدونکي پاتې شوني وویني، له ورنږدې کېدو او لمس کولو څخه دې په کلکه ډډه وکړي او د موضوع په اړه دې ژر تر ژره د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یا نورو اړوندو مسؤلو ادارو ته خبر ورکړي، ترڅو د خلکو د ژوند او خوندیتوب لپاره لازم اقدامات پر وخت ترسره شي.
