د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یو بوشکه یي ماین کشف او خنثی شو
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د DRC مؤسسې د (AIM-04) ټیم د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د شاتوري په کلي کي له ماینونو او ناچاوده توکو څخه د سیمې د پاکولو عملیاتو پر مهال په لاس جوړ شوی یو بوشکه يي ماین کشف او په خوندي ډول یې خنثی کړ.
د ماین پاکۍ عملیاتو په ترڅ کې یاد ټیم یو عدد په لاس جوړ شوی بوشکه یي ماین کشف او په خوندي توګه لمنځه یووړ.
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي چې د هر ډول ناچاوده، چاودېدونکو او یا مشکوکو توکو د لیدلو په صورت کې دې له لمس کولو او نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او ژر تر ژره دې اړوندو امنیتي او مسؤلو ادارو ته خبر ورکړي، ترڅو لازم اقدامات ترسره شي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۳۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
