فراه ولایت ته د وروستیو سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره د خوراکي او غیرخوراکي توکو جوپه ولېږدول شوه 

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۲۱:۴۱
تصویر خبر

نن ورځ د دوشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، فراه ولایت ته د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو لپاره د خوراکي او غیرخوراکي مرستو د لېږد بهیر پیل شو. 
په دې مرستو کې ۱۱۶۰ بورۍ ۲۵ کیلویی اوړه، ۱۴۳۰ تختې چينایي کمپلې، ۴۶۰ تختې پاکستاني کمپلې، ۸۵۰ تختې روسي کمپلې، ۱۰,۰۰۰ عدده صابون شامل وو، چې په کابل کې د یادې ادارې له مرکزي ګدامونو څخه برابر شوي، او ۱۰۰ خیمې، چې د یادې ادارې د قندهار ولایت له پېښو پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ګدامونو څخه چمتو شوي او د سیلاب‌ځپلو سره د مرستو په موخه فراه ولایت ته لېږدول کېږي.
یادې مرستې به له سروي وروسته او د مسئولینو په شتون کې، د فراه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې زیانمنو شویو کورنیو ته ووېشل شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۹/۳

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۶:۳۴
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۱۸ زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARR Japan مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې ٤١٨. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۵۵
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳١٥  کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د AKAH سازمان ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد سازمان په ملاتړ، د دې ولایت په دهنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۱۶
Background image

د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې وقایوي پروژه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د سیلابونو له ګواښونو څخه د هستوګنیزو سیمو، سړکونو او کرنیزو ځمکو د ساتنې لپاره د ۸۷ متره محافظتي دیوال. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .