له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د اکشن‌اېډ مؤسسې ترمنځ د دوه نوي زره او څلور څلوېښت (۹۲,۰۴۴) ډالرو په ټولیز ارزښټ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۶:۱۴
تصویر

نن یکشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د اکشن‌اېډ مؤسسې له رئیس، سری کانتا میسرا، سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.

په دې ناسته کې محترم ترابي صاحب د اکشن‌اېډ مؤسسې له دوامدارو همکاریو مننه وکړه او د پروژو پر پر وخت او اغېزناک پلي کولو، له ادارې سره پر نږدې همغږۍ، د شفافیت او ځواب وینې پر اصولو رعایت او د اداري لګښتونو پر لا کمولو ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه چې بشري مرستې باید تر ډېره بریده مستقیم د پېښو له امله زیانمنو کسانو ته د خدمتونو او اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې ولګول شي.

همدارنګه، د اکشن‌اېډ مؤسسې رئیس، سری کانتا میسرا، د روانې پروژې، د پوښښ سیمو، د فعالیتونو د پلي کولو څرنګوالي او د پروژې ترسره کولو د مهال‌وېش په اړه معلومات وړاندې کړل او د پروژې د لومړنیو پړاوونو د پرمختګ راپور یې شریک کړ.

په پای کې، د دواړو لورو ترمنځ د دوه نوي زره او څلور څلوېښت (۹۲,۰۴۴) ډالرو په ټولیز ارزښټ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې یاده مؤسسه په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې درې د اضطراري حالت کمېټې جوړې کړي او هغوی به په اړینو وسایلو سمبال کړي. همدارنګه د ننګرهار ولایت په دره‌نور ولسوالۍ او د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د پېښو له امله زیانمنو شویو ۱۳۸۳ کورنیو هرې یوې ته به د ۱۹ قلمه توکو څخه جوړ د حفظ الصحې یوه بسته ووېشل شي او د ۴۰ کورنیو هرې یوې لپاره د اوبو د تصفیې ټابلیټونو او د کولرا د وقایې بستې په پام کې نیول شوې دي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۶:۱۴
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د اکشن‌اېډ مؤسسې ترمنځ د دوه نوي زره او څلور څلوېښت (۹۲,۰۴۴) ډالرو په ټولیز ارزښټ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن یکشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د اکشن‌اېډ مؤسسې له رئیس، سری کانتا میسرا، سره وکتل او د ګډو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۶:۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د وارچایلډ کاناډا مؤسسې د پروګرامونو له مسؤل سره وکتل

نن یکشنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د وارچایلډ کاناډا مؤسسې د پروګرامونو له مسؤل، محمد حامد، سره وکتل او د موجودې تفاهم نامې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۴:۴۰
Background image

په لوګر ولایت کې د رضاکارانو د ظرفیت لوړولو په موخه یو ورځنی علمي سمینار ترسره شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې مرکزي پلاوي د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کې، د رضاکارانو لپاره د ظرفیت لوړولو او د بېړنیو حالاتو پر مهال د اغېزناکو خدمتونو د وړاندې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .