له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ولایتي ریاستونو د مالي او اداري مدیرانو لپاره تخنیکي او مسلکي روزنیز پروګرام ترسره شو

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۵:۳
news image

نن ورځ د شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مالي او اداري ریاست په همغږۍ، د ولایتي ریاستونو د ۳۴ تنو مالي او اداري مدیرانو لپاره د «مدیریت، اداري او مالي چارو» تر سرلیک لاندې تخنیکي او مسلکي روزنیز پروګرام ترسره کړ.

دغه پروګرام له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د مالي او اداري رئیس محترم مولوي عبدالله محمدي، د اړوندو څانګو د آمرینو او د ادارې د یو شمېر کارکوونکو په شتون کې ترسره شو. د دغه پروګرام د ترسره کولو موخه د ولایتي ریاستونو د مالي او اداري مدیرانو د علمي، تخصصي او مسلکي ظرفیت لوړول دي.

د پروګرام په پیل کې، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د قرآن کریم د مبارکو آیتونو او نبوي احادیثو په استناد، د علم د زده کړې، د ظرفیت لوړونې او د کاري مهارتونو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل چې له دې روزنیز فرصت څخه په غوره توګه ګټه واخلي او د خپلې پوهې او مهارتونو په زیاتولو سره خلکو او هېواد ته لا اغېزناک، معیاري او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس څرګنده کړه چې د نشراتو او د خطر د کمولو مدیرانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو له ترسره کېدو وروسته، اوس د مالي او اداري مدیرانو د روزنې وار رارسېدلی دی. نوموړي همداراز د دې ادارې له لوري په نږدې راتلونکي کې د ټولو ولایتي ریاستونو د کارکوونکو لپاره د ځانګړو روزنیزو سیمینارونو د جوړېدو خبر هم ورکړ.

محترم ترابي صاحب ټینګار وکړ چې د مسؤولیتونو سپارل باید د وړتیا، تخصص، ژمنتیا او صداقت پر بنسټ ترسره شي او مدیران هم باید خپلې دندې د مسؤولیت احساس، امانت‌دارۍ او بشپړ اخلاص سره ترسره کړي. نوموړي زیاته کړه چې د مسؤولیتونو په سپارلو کې قوم، ژبه او نور شخصي تړاوونه هېڅ ځای نه لري، بلکې یوازینی معیار د افرادو اخلاص، وړتیا او ژمنتیا ده.

په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس له ګډونوالو وغوښتل چې له دې روزنیز پروګرام څخه اعظمي ګټه پورته کړي او خپلو ولایتي ریاستونو ته له ستنېدو وروسته، خپلې زده کړې د اداري او مالي چارو د ښه والي او خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې وکاروي.

ورپسې، روزنیز پروګرام د مدیریت، اداري چارو، مالي چارو، نافذه قوانینو او اړوندو پالیسیو په برخه کې د تخصصي پریزنټېشنونو په وړاندې کولو سره پیل شو.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په جاني‌خېل ولسوالۍ کې د AYSO مؤسسې د پروژې پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت په جاني‌خېل ولسوالۍ کې د AYSO مؤسسې د روانې پروژې د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه او ارزونه وکړه.

دا څارنه له پېښو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۵:۳
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ولایتي ریاستونو د مالي او اداري مدیرانو لپاره تخنیکي او مسلکي روزنیز پروګرام ترسره شو

نن ورځ د شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مالي او اداري ریاست په همغږۍ، د ولایتي ریاستونو د ۳۴ تنو مالي او اداري مدیرانو لپاره د «مدیریت، اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۱۴
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په نرخ ولسوالۍ کې د یوه خوړ د پاکولو کار پیل کړ 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ د عمرخېل په سیمه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .