له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان د ښځو بنسټ ترمنځ د ۱۴۲,۴۵۴ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۲۲:۲۳
news image

نن ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان د ښځو بنسټ له سرپرست رئیس عبدالجبار یوسفي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
ترابي صاحب، د یاد بنسټ راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې خوښ یو چې زیانمنو کورنیو ته د روژې په مبارکه میاشت کې مرستې وېشل کېږي او د دې بنسټ د ټول کاري ټیم څخه یې مننه وکړه چې زموږ د ځورېدلي ولس سره همکاري کوي. 
نوموړي زیاته کړه، چې یاد بنسټ باید ژر تر ژره زیانمنو کورنیو ته مرستې ورسوي تر څو د روژې په مبارکه میاشت کې د مرستو څخه برخمنې شي.
ورپسې، د افغانستان د ښځو بنسټ سرپرست رئیس عبدالجبار یوسفي وویل، چې غواړو افغان ولس ته د بېلابېلو لارو څخه مرستې برابرې کړو او پرمستحقو کسانو یې وویشو.
د یادونې وړ ده، چې یاده تفاهم نامه چې لاسلیک شوه د ۱۴۲,۴۵۴ (یو سل او دوه څلوېښت زره او څلور سوه څلور پنځوس) ډالرو په ارزښت به د بغلان ولایت په برکۍ ولسوالي کې ١٠٠٠ سیلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شي، په دې توګه، چې هرې کورنۍ ته به د ۱۲۰ ډالرو په ارزښت یوه بوجۍ ۵۰ کیلویي اوړه، یوه بوجۍ ۲۴،۵ کیلویي وریجې، ۱۰ لیټره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، دوه پاکټه مالګه، ۱ کیلو خرما، ۱ کیلو شین چای او ۷ کیلو بوره وېشل کېږي.

نېټه: ۱۴۴۶/۹/۱۷ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٠٠ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د میشن اېسټ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په ورسج. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۱۹
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ACTED مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د څوکۍ ولسوالي د دیوه ګل درې په زوړ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۳۷
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د شهرک ولسوالۍ اړوند ۵۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .