له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ځوانانو خدماتي AYSO مؤسسې ترمنځ د دوه سوه او دیارلس زره او نه سوه او اته دیرش (٢١٣,٩٣٨) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۴۴
news image

نن ورځ د چهار شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم الحاج مولوي محمد عابد نعماني د افغان ځوانانو خدماتي AYSO مؤسسې د اجرایوي رییس، محترم انجنیر عبدالحبیب تحریک سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.

په پیل کې، نعماني صاحب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له اړمنو او زیانمنو شویو وګړو سره یې د مرستو کوونکو ستاینه وکړه او یادې پروژې یې د خیر کار یادې کړې همدارنګه يې وویل، چې په ولایتي ریاستونو کې به اړوند مسؤلین له دوی سره د پروژې په پلي کولو کې پوره همکاري کوي. 

ورپسې، محترم تحریک د خپلې پروژې په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې ولایتي کارکوونکو له دوی سره په هر ډول حالتونو کې مرسته کړې ده. 

په پای کې، د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د دوه سوه او دیارلس زره او نه سوه او اته دیرش (٢١٣,٩٣٨) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د پکتیکا ولایت په دیله او جاني خېل ولسوالیو او د خوست ولایت په مرکز او صبري ولسوالۍ کې د سیمه ییزو اوسېدونکو په غوښتنه څلور بنسټیزې پروژې د اوبولګولو د کانالونو، سربندونو، د سېلابونو د مخنیوي دیوالونو، پلچکونو او سړکونو برخو کې پلې شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/٧/۳ هـ ق 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۹
Background image

د پېښو چارو د انسجام معين په شتون کې د کابل ښار د دویمې ناحيې اړوند د کوه تلویزیون په سیمه کې د ښویېدو له خطر سره د مخ ډبرو سروې وشوه

نن ورځ د پنج شنبې سهار د ۰۲/۱/۱۴۴۸ هـ.ق چې د ۱۴۰۵/۰۳/۲۸ نيټې سره سمون لرې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معين، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۰
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره  د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸۰ زده کوونکو ته ښوونیز او تفریحي وسایل ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د وارچایلډ انګلستان موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره  د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۱۵
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ADWSO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په بېلابېلو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .