له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ښځو د همغږۍ او پرمختګ موسسې ترمنځ ټولټال د لس زره او شپږ سوه او شپږ ویشت (۱۰,۶۲۶) ډالرو په ارزښټ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه 

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۲:۳۸
تصویر خبر

نن سهار د دوشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي محمد عالم علمیار د افغان ښځو د همغږۍ او پرمختګ موسسې له مرستیال، محترم محمد نور صالحي سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه. 
محترم الحاج مولوي محمد عالم علميار په دې ليدنه کې وويل چې د دې تفاهم‌نامې لاسليک کول د هېواد له زیانمنو خلکو سره د مرستې په لاره کې يو مهم ګام دی او موږ د داسې پروژو له پلي کېدو هرکلی کوو.
همدارنګه د افغان ښځو د همغږۍ او پرمختګ موسسې مرستیال، محترم محمد نور صالحي، د يادي پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او د دې تفاهم‌نامې پر وخت او په شفاف ډول د پلي کولو ژمنه يې وکړه.
په پای کې، دواړو لوريو ټولټال د لس زره او شپږ سوه او شپږ ويشت (۱۰,۶۲۶) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسليک کړه. چې له مخې به یې، ياده موسسه د خوړو نړیوال پروګرام په ملاتړ د پکتيا ولايت په ولسواليو کې، د پېښې رامنځته کېدو په صورت کې او له سروې وروسته، ۲۴۵ کورنيو ته نغدي او يا هم خوراکي توکي ووېشي. په نغدي مرستو کې به هرې کورنۍ ته ۵۸۰۰ افغانۍ په دوو پړاوونو کې ورکړل شي، او په خوراکي مرستو کې به هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلو اوړه، ۹.۱ کيلو غوړي، يو کيلو مالګه او ۱۲.۵ کيلو دال ووېشل شي.

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۱۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رُخه ولسوالۍ کې د جیولوژیکي او هایدرولوژیکي پېښو له ګواښ سره مخ سیمو د سروې، تشخیص او تثبیت بهیر دوام لري

د قدرتي پېښو پر وړاندې د زیانمنو سیمو د تشخیص، تثبیت او پېژندنې په موخه، د پنجشېر ولایت د رُخه ولسوالۍ اړوند د کوچه بالا، تتمزار او استور کري کلیو، همدارنګه د پیاوشت د نجونو لېسې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د کابل ولایت په ده‌سبز ولسوالۍ کې د یوه چکډیم د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک پر بنسټ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې مؤسسې په مالي لګښت، د ده‌سبز ولسوالۍ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو پنځه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د پراختیا او همکارۍ مؤسسې په همغږۍ او د PREPARA پروژې په ملاتړ، د انجیل ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کې د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو پنځه مهمې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .