له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اړمنو خلګو نړیوالې مؤسسې ترمنځ د ۲۶۶,۷۸۶ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاريو تفاهم نامه لاسلیک شوه 

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۲۲:۴
news image

نن ورځ سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي صاحب د اړمنو خلګو نړیوالې  مؤسسې د مرستیال احسان الله نعیم سره وکتل. 
ترابي صاحب، د یادې مؤسسې مرستیال ته د ښه راغلاست ترڅنګ ووېل، چې په ډېرو ولایتونو کي زیانمنې کورنۍ شتون لري چې مرستو ته جدي اړتیا لري او باید ټولې مؤسسې او سازمانونه خپلې مرستې ورسره وکړي ترڅو د روژې په مبارکه میاشت کې زیانمنې کورنۍ د مرستو څخه برخمنې شي.
همدارنګه ترابي صاحب د یادې موسسې له پلاوي څخه مننه وکړه، چې تل یې د زیانمنو کورنیو سره بېلابېلې مرستې کړي او باید خپلې مرستې د افغان ولس سره جاري وساتي او د مرستو رسولو د بهیر پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.
ورته مهال، د اړمنو خلګو نړیوالې مؤسسې مرستیال احسان الله نعیم د یادې ادارې د سرپرست څخه ځانګړې مننه وکړه، چې پر وخت یې کارونه ترسره شوي دي او په کارو کې یې چټکتیا رامنځته کړې ده او ژمنه یې وکړه چې ډېر ژر به مرستې تر اړمنو کورنیو ورسوو.
د یادونې وړ ده، چې یاده تفاهم نامه چې د ۲۶۶,۷۸۶ ډالرو په ارزښت لاسلیک شوه، د کابل او میدان وردګ ولایتونو کې به ۲,۶۷۶ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستي ویشل کیږي، چي ۱۰۷۱ کورنیو ته د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې او ۱۶۰۵ کورنیو ته د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې هرې کورنۍ ته به ۷۴ آمریکایي ډالره ورکړل شي.

نیټه: ۱۴۴۶/۹/۱۸  هــ ق 
له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ښویېدو له خطر سره مخ ډبرې د ویجاړولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د آسیا د ټولنیزو او بشري خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۲۶
Background image

د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یو بوشکه یي ماین کشف او خنثی شو

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د DRC مؤسسې د (AIM-04) ټیم د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د شاتوري په کلي کي له ماینونو او ناچاوده توکو څخه د سیمې د پاکولو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۴۳
Background image

په پنجشېر ولایت کې د قدرتي پېښو له خطر سره مخ ۱۰۶ سیمې سروې او تثبیت شوې

د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د مرکز بازارک او رُخه ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د طبیعي پېښو له خطرونو سره مخ د ۱۰۶ سیمو د سروې، تشخیص او تثبیت بهیر بشپړ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .