له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د شلټر فارلایف نړیوالي مؤسسې ترمنځ د پنځه سوه اته ویشت زره او څلوراتیا ډالرو (۵۲۸,۰۸۴) په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۴:۷
تصویر خبر

نن ورځ سې شنبه< له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د شلټر فارلایف نړیوالې مؤسسې له رئیس الحاج انعام الله محبوب، مالي او اداري مسؤل محمد حسام نظام او د پروژې له مسؤل میراحمد فیضي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
ترابي صاحب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې موږ ستاسو له مرستو څخه هرکلی کوو او د مؤسسو سره د همکارۍ په لټه کې یو ترڅو هغوی ته د لا ښه فعالیت زمینه برابره کړو، نوموړي همداراز وویل چې نه یوازې ستاسو تفاهم‌ نامه به بې له ځنډه لاسلیک کوو، بلکې هغو ولایتي ریاستونو ته چې تاسو پکښې پروژې لرۍ هغوی ته به هم لارښوونه کوو ترڅو ستاسو په کار کې هیڅ ډول خنډ رامنځته نه شي.
وروسته د شلټر فارلایف نړیوالې مؤسسې رئیس، الحاج انعام الله محبوب، د دې ادارې د چټک کاري بهیر څخه ستاینه وکړه او د یادې مؤسسې په اړه یې معلومات وړاندې کړل، ښاغلي محبوب زیاته کړه چې موږ به تل هڅه کوو، چې اړمنو خلکو ته مرستې ورسوو.
په پای کې، د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د پنځه سوه اته ویشت زره او څلور اتیا (۵۲۸،۰۸۴) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې د یادې تفاهم نامې له مخې به د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې، نولس زره او دوه سوه پنځه ویشت (۱۹۲۲۵) کورنیو ته د نغدي پیسو او خوراکې توکو مرستې په څلورو پړاوونو کې په لاندې ډول سره ووېشل شي: 
لومړی پړاو: ۹۱۵ کورنیو ته به ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ کیلو غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال او ۰.۵ کیلو مالګه د دوو میاشتو لپاره په یوځل ورکړل شي.
دوهم پړاو: ۴۵۷۸ کورنیو ته به ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ کیلو غوړي، ۶.۲۵ کیلو دال او ۰.۵ کیلو مالګه په یوه میاشت کې ووېشل شي او همدارنګه په درېیم پړاو کې به یاد توکي ۳۲۹۶ کورنیو ته هم په یوه میاشت کې ووېشل شي.
څلورم پړاو: ۱۰۴۳۶ کورنیو هرې یوې ته به ۲۹۰۰ افغانۍ نغدې پیسې په یوه میاشت کې ووېشل شي.

نېټه:۱۴۴۶۷/۱/۱۹ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په وازېخوا او ګومل ولسوالیو کې د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې وکړه

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست انجنیري او نشراتي ټیم د وازېخوا او ګومل ولسوالیو ته د سفر پر مهال، د پېښو له خطرونو څخه د زیانونو د کمولو د څو وقایوي پروژو تخنیکي سروې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

د بامیان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پنجاب ولسوالۍ کې د سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له خطرونو څخه د زیانونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۲:۲۴
Background image

د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول له منځه یووړل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د بیړنۍ شمېرې ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ له لارې، د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ بازار د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .