له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کلیو د بیا رغونې مؤسسې (RRAA) ترمنځ د اته نوي زره او درې سوه اووه پنځوس (۹۸,۳۵۷) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌ نامه لاسلیک شوه 

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۲۲:۱۸
news image

نن ورځ سې شنبه له غرمې ورسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د کلیو د بیا رغونې مؤسسې له رئیس، محترم ریاض الله ولي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
ترابي صاحب په خپلو خبرو کې د یادې موسسې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې باید افغان ولس ته د اساسي کارونو زمینه برابره شي.
همدا راز ترابي صاحب وویل، چې موږ تل هڅه کوو چې د مؤسسو کارونه بې له ځنډه ترسره کړو تر څو افغان ولس له مرستو څخه برخمن شي.
وروسته د کلیو د بیا رغونې مؤسسې رئیس، ریاض الله ولي د ترابي صاحب څخه د لیدنې د زمینې برابرولو په پار مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دې ادارې تل زموږ سره همکاري کړې ده او موږ هم تل په دې هڅه کې یو چې خلکو ته مرستې ورسوو. 
ښاغلي ولي وویل، چې د ترابي صاحب په راتګ سره د دې ادارې په کارونو کې چټکتیا او زیات شفافیت لیدل کیږي.
د یادونې وړ ده، چې د ناستې په پای کې، د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د اته نوي زره او درې سوه اووه پنځوس (۹۸,۳۵۷) ډالرو په ارزښت تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ په ۱۲  کلیو کې ۳۲۰ مسلکي او غیر مسلکي کسان پر کار وګمارل شي، او هر مسلکي کس   ته به  د هرې ورځې د کار په بدل کې د ۱۰ ډالرو معادل افغانۍ او غیر مسلکي کس ته به د هرې ورځې د کار په بدل کې د ۵ ډالرو معادل افغانۍ ورکول کیږي، او د اړوندو کلیو خلکو ته به عامه پوهاوی ورکړل شي، د دې ترڅنګ د اوبو د مدیریت ۱۲ کمېټې به جوړې شي او د اوبو د ساتنې په اړه به روزنه ورکول کېږي، همدا راز د طبیعي سرچینو د مدیریت په اړه به د ټولنې د یو شمېر خلکو لپاره روزنیز ورکشاپونو ترسره شي او د دوامداره كرنې، د اوبو د ساتنې او د خاورې د شړېدو د کنټرول په اړه به معلومات وړاندې کېږي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۲۶ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

news image

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د اوبو ویالې پاکولو او کیندنې د پروژې چارې پرانیستې

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ په موخه، د بالا مرغاب ولسوالۍ اړوند د خم شاهزاده په سیمه کې د «خوړو په بدل کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۴۵
Background image

د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ښویېدو له خطر سره مخ ډبرې د ویجاړولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د آسیا د ټولنیزو او بشري خدمتونو مؤسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ او د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۲:۲۶
Background image

د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یو بوشکه یي ماین کشف او خنثی شو

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د DRC مؤسسې د (AIM-04) ټیم د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د شاتوري په کلي کي له ماینونو او ناچاوده توکو څخه د سیمې د پاکولو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .