له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IRW مؤسسې تر منځ د ۷۰۰،۰۰۰ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۲۷
تصویر خبر

 نن ورځ سه شنبه  له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د اسلامي هوساینې نړیوالې (IRW) مؤسسې له رئیس؛ محترم  محمد ذوالقرنین عباس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په پیل کې ترابي صاحب د یادې مؤسسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له هغوی څخه یې له زیانمنو شویو او کډوالو کورنیو سره د مرستو د کولو په پار مننه وکړه او همدارنګه نوموړي د یادې مؤسسې له رئیس څخه وغوښتل، چې خپله پروژه دې د دې ادارې له مسؤلینو سره په همغږۍ، روڼتیا او چټکتیا سره تطبیق کړي.
ورپسې، د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې رئیس؛ محترم عباس د دې ادارې له رهبرۍ څخه د همکاریو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې موږ د خپلو پروژو په تطبیقولو کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د رهبرۍ مرستو او همکاریو ته اړتیا لرو او هغوی دې له موږ سره خپلې مرستې او همکارۍ دوامداره وساتي. 
د یادونې وړ ده، چې په پای کې د دواړو لوریو تر منځ ټولټال د اووه سوه زره (۷۰۰،۰۰۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د غور ولایت په فیروزکوه  ولسوالۍ کې ۱۴۰ زیانمنوشویو کورنیو هرې یوې ته او د شهرک ولسوالۍ ۹۰ زیانمنو شویو کورنیو هرې کورنۍ ته د کورو نو د جوړولو په موخه په درېیو پړاوونو کې ۱،۸۵۲ ډالر ورکړل شي او د شهرک ولسوالۍ ۱۱۰ زیانمنو شویو کورنیو هرې یوې کورنۍ ته به د هغوی د کورونو د بنسټیز ترمیم کولو په موخه په درېیو پړاوونو کې ۵۵۰ ډالر ورکړل شي او همدارنګه د یاد ولایت په شهرک ولسوالۍ کې به ۵۵ زیانمنو شویو کورنیو هرې یوې ته د هغوی د کورونو د سطحي ترمیم کولو لپاره ۳۳۰ ډالر په درېیو پړاوونو کې ورکړل شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۶:۶
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په فراه رود ولسوالۍ کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶۴ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کورډ ایډ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، په نمک آب ولسوالۍ کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۹
Background image

په بلخ ولایت کې د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هولوټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مزار شریف په حیرتان بندري شهرک. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .