له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د MDC ماین پاکۍ موسسې ترمنځ د پېښو له امله زیانمنو او د دې ادارې کارکوونکو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۲۰:۵۰
news image

نن د سې‌شنبې په ورځ، له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د MDC ماین پاکۍ مؤسسې له رئیس، محترم محمد شهاب حکیمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې ترابي صاحب د یادې مؤسسې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د MDC مؤسسې فعالیتونه قناعت‌بښونکي وبلل او په هېواد کې یې په ماینونو او ناچاودو توکو د ککړو سیمو د پاکولو په برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
نوموړي همداراز د لاسلیک شوې تفاهم‌نامې په اړه خبرې وکړې او دا یې یو نېک ګام وباله. هغه څرګنده کړه چې موږ به هم هڅه وکړو چې د بېلا بېلو لارو څخه د دې مؤسسې روغتیايي مرکز ته روغتیايي مرستې برابرې کړو.
په همدې حال کې، د MDC ماین پاکۍ مؤسسې رئیس، محمد شهاب حکیمي، د دې ادارې له سرپرست څخه د مؤسسو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو له امله قدرداني وکړه او د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د دې ناستې په پای کې د دواړو ادارو ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې یاده مؤسسه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې کارکوونکو، د هغوی د کورنیو غړو، د ماینونو او ناچاودو توکو قربانیانو او د پېښو له امله زیانمنو کسانو ته د عمومي داخلې، ولادي، غوږ او ستوني، غاښونو، ارتوپیډي، ایکسرې، لابراتوار، روان‌درملنې خدمات، فزیوتراپي، بېړنۍ څانګه، د زړه ګراف (ECG) او الټراساوند په برخو کې وړیا روغتیايي خدمات وړاندې کوي. 

نېټه:۱۴۴۶/۱۱/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۱۶
Background image

د پېښو چارو د انسجام معین په کاپیسا کې د هغو ۱۲ ډبرو د ویجاړولو له بهیر څخه چې د ښویېدو امکان یې شتون درلود څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خطر د مخنیوي او کمولو له رئیس, محترم الحاج مولوي اختر محمد خادم او یو تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۷
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز او اندر، ده یک، رشیدان، واغظ او قرباغ ولسوالیو کې ۲۲۵ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۷
Background image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۰۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SFL-WFP مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په چهاربولک. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .