په بدخشان ولایت کې د هستوګنې لپاره د آغا خان (AKAH) مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام د لارښوونې له مخې، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست پلاوي، د دې ولایت واخان، اشکاشم او شغنان ولسوالیو ته د هستوګنې لپاره د آغا خان (AKAH) مؤسسې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو د فعالیتونو د څارنې په موخه سفر وکړ.
د دې سفر په لړ کې، ټاکل شوي پلاوي د دې مؤسسې له بېلابېلو پروژو څخه، چې د محافظوي دیوالونو، مقاومو کورونو، د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ګدامونو جوړولو او د پېښو د مدیریت د کمېټو جوړښت پکې شتون درلود, لیدنه وکړه.
د واخان ولسوالۍ په کرت کلي کې، د محافظوي دیوال پروژه د ۱۲۴ متره په اوږدوالي او ۲.۶۵ متره په لوړوالي او د یو میلیون او څلور سوه او شپږ اتیا زره او اوه سوه او شپېته (۱,۴۸۶,۷۶۰) افغانیو په بودجه، د AKAH دفتر برخه, د یو زر او سل (۱,۱۰۰) ډالرو په بودیجه د زلزلې په مقابل کې ۹ بابه مقاوم کورونه او د خوراکي خوراکي توکو د ذخیره کولو ۱۳ بابه ګدامونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. همدارنګه په دې ولسوالۍ کې، د پېښو د مدیریت ۵۵ کمېټې چې ټولټال ۱۳۷۵ غړو ته پکې زده کړې ورکړل شوي, جوړې کړې دي.
همدارنګه په اشکاشم ولسوالۍ کې، د غیر خوراکي توکو لپاره ۵ بابه ګدامونه او د پېښو د مدیریت ۴۶ کمېټې، چې ۱۱۵۰ غړو ته پکې زده کړې ورکړل شوي, فعالیت لري.
په شغنان ولسوالۍ کې هم، د غیر خوراکي توکو ۱۰ بابه ګدامونه، د مرکزي زخیرې ۷ کانټینر، د پېښو د مدیریت ۵۶ کمېټې او په ده مرغان کلي کې د (۱۹,۲۲۱.۹) ډالره بودیجې په ارزښت د ډبرې د ښویېدو د خطر د کمولو پروژه د پلي کېدو په حال کې ده.
د څارنې پلاوي، د هستوګنې لپاره د آغا خان مؤسسې فعالیتونه د انجینرۍ د معیارونو او پلان مطابق و ارزول او د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د سیمې د ټولنې د چمتووالي په زیاتوالي کې یې د دې مؤسسې د رول قدردانی وکړ.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره