په زابل ولایت کې 2,030 زیانمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوه
زابل - د سلواغې19مه - 1399
د زابل ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د خوراک نړېوال سازمان سره په همکارۍ, 2,030 کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې, له سروې وروسته یادو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستو د وېش لړۍ د ولایت مقام, کلیو د پراختیا ریاست او د ولایتي شورا په همغږۍ پیل کړه.
د ددې مرستو په لړ کې هرې کورنۍ ته 184 کیلو اوړه, 20 لیټره غوړي, 34 کیلو دال, 4 پاکټه مالګه او 6.5 کیلو د ماشومانو د تغذیې مواد ووېشل.
