۱۹ زیانمنو کورنیو په ارزګان ولایت کې نغدي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې

ارزګان- د مرغومي ۱۵مه-۱۴۰۲
د IOM موسسې د ارزګان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۱۹ کورنیو ته چې د تېرو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۳۸۵۰ افغانۍ او البسې ووېشل شوې.