۲۰۰ زلزله ځپلو او اړمنو کورنیو په هرات ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې

هرات- د کب ۱۹مه-۱۴۰۲
د دارالسلام خیریه موسسې د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد انجیل ولسوالۍ اړوند ۲۰۰ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۲۰ کیلو وریجې، ۵ کیلو شامپو او یو شمېر نور توکي ترلاسه کړل.