۳ میلیونه او ۲۴۶ زره او ۲۵۰ افغانۍ ۲۶۵ بېوزله کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې

ننګرهار- د وری۲۸مه-۱۴۰۲
د ماشوم ساتنې موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت خوګیاڼ ولسوالۍ اړوند ۲۶۵ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې ۳ میلیونه او ۲۴۶ زره او ۲۵۰ نغدي افغانۍ ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۲۲۵۰ افغانۍ ووېشل شوې.
