۴۰۰ اړمنو او زیانمنو کورنیو په کونړ ولایت کې ژمنۍ مرستې ترلاسه کړې

کونړ- د سلواغه ۹مه-۱۴۰۲
د AHF په مالي ملاتړ د UN-Habitat موسسې د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۴۰۰ اړمنو او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته ژمنۍ مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲ د ګاز ډبې، ۲ بخارۍ، کمپلې او ژمنۍ البسې ووېشل شوې.