د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په بېلابېلو ولسوالیو کې د سیلاب له امله تړل شوي سړکونه پرانیستل او د مانده، ویالو او سېلابي لارو د پاکولو چارې دوام لري

rahyab
Wed, Jun 17 2026 12:17 PM
تصویر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو، د عامه زیربناوو د ساتنې او د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا په موخه، د تېرو دوو میاشتو راهیسې د یاد ولایت د سالنګ، شینواري، سُرخ پارسا او شیخ علي ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د ماندو، ویالو او سیلابي لارو د پاکولو چارې ترسره کړي دي.

د دغو چارو په ترڅ کې د شیخ علي ولسوالۍ د دروازې او دهن رباط کلیو هغه سړکونه چې د وروستیو سیلابونو له امله په خټو، ډبرو او رسوباتو پوښل شوي وو، د درنې ماشینرۍ په وسیله پاک او بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شول.

همدارنګه د یادې ولسوالۍ د ځنګله کلي په سیمه کې، چې عمومي سړک او ښوونځی یې د سیلابونو له جدي ګواښ سره مخ وو، د ساتنې لپاره یې د شګو او جغل یو محافظتي دېوال جوړ شو، څو د سیلابونو د احتمالي زیانونو مخنیوی او د عامه تأسیساتو لپاره خوندیتوب رامنځته شي.

نېټه: 1448/01/01 هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .