د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یوې سېلابي لارې د کیندلو او پاکولو چارې پیل کړې

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۳:۳۶
news image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د بودیجې په واسطه د یاد ولایت د بنګي ولسوالۍ په غوریچي او جمانقیه کلیو کې د سېلابي لارې د کیندلو او پاکولو چارې د احتمالي سېلابونو د خطرو د مخنیوي په موخه پیل کړې. 

یاده پروژه د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د محترم رئیس، د یادې ولسوالۍ د محترم ولسوال او سیمه ییزو اوسېدونکو په شتون کې د ۴۰۰ متره اوږدوالي، ۱.۵ متره ژوروالي او ۱۰ متره سور په درلودلو سره د درې سوه او پنځوس زره (۳۵۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت سره پیل شوه. 

د یادونې وړ ده، چې د یادې پرژې په بشپړېدو سره به له ۴۰۰ څخه زیات هستوګنیز کورونه، عمومي سړک او کرنیزې ځمکې د احتمالي سېلابونو له خطرونو څخه خوندي شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۱۰/۱۰ هـ ق 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۶:۱۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او د ختیځ زون د ولایتونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاستونو له کارکوونکو او رضاکارانو سره یې بېړنۍ غونډه وکړه

نن ورځ د شنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابی د ریاست‌الوزرا عالي مقام د لارښوونې پر بنسټ، د یو تخنیکي او مسلکي پلاوي په مشرۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۳:۳۶
Background image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یوې سېلابي لارې د کیندلو او پاکولو چارې پیل کړې

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د بودیجې په واسطه د یاد ولایت د بنګي ولسوالۍ په غوریچي او جمانقیه کلیو کې د سېلابي لارې د کیندلو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۷
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۸ بېځایه شویو کورنیو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

 د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د GAALO او UNICEF موسسو په ملاتړ، په سپېرې ولسوالۍ کې له پاکستان سره د جګړې له امله ۱۰۸ بېځایه شویو کورنیو ته نغدې او غیرخوراکي مرستې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .