له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اړمنو خلکو نړیوالې مؤسسې تر منځ د څلور سوه اته اویا زره او درې سوه دوه څلوېښت (۴۷۸,۳۴۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۰:۱۱
تصویر خبر

نن ورځ سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د اړمنو خلکو نړیوالې مؤسسې له مرستیال محترم احسان الله نعیم سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه. 
په پیل کې، محترم ترابي صاحب د یادې  مؤسسې راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل، چې تاسو خپلې پروژې په پوره شفافیت او چټکتیا سره ترسره کړئ ترڅو مستحقین ورڅخه پر وخت ګټه واخلي او موږ ستاسو لپاره په ولایتونو کې پوره آسانتیاوې برابرې کړې دي.  
ورپسې د اړمنو خلکو نړیوالې مؤسسې مرستیال محترم احسان الله نعیم له محترم ترابي صاحب څخه د لیدنې لپاره د زمینې برابرولو او پر وخت د تفاهم نامې د لاسلیک په پار مننه وکړه او زیاته یې کړه, چې دوی به خپله پروژه د دې ادارې له ولایتي مسؤلینو سره په پوره همغږۍ ترسره کوي.  
د ناستې په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د څلور سوه اته اویا زره او درې سوه دوه څلوېښت (۴۷۸,۳۴۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د غزني ولایت جاغوري او ګیلان ولسوالیو او د زابل ولایت ارغنداب او دای چوپان ولسوالیو په ۶۰ کلیو کې ۱۸۰۰ وګړو ته د طبیعي پېښو، د خطرونو د مخنیوي، د شخړو د حل او د تصمیم نیونې په موخه روزنیز پروګرامونه ترسره شي، د خطرونو د مخنیوي په موخه به ۱۵ کمېټې جوړېږي، چې د یادو کمېټو ته به د خطرونو د مخنیوي، د شخړو د حل او تصمیم نیونې، د پېښو لپاره د چمتووالي او د غبرګون پلان جوړونې، د خطر د خبرتیا د سیستمونو او میکانیزمونو، د اقلیم د بدلون او د ټولنې د مقاومت د جوړونې د روزنیزو پروګرامونو د دایرولو سربېره به هرې کمېټې ته د خطر د مدیریت یو کیټ ورکړل شي، چې جاکټونه، خولۍ، ماسکونه، څراغونه له اضافي بټریو سره، راډیو ګانې، پړۍ، بیلچې، کلیګونه، اوسپنیز میخونه، د اور وژنې وسایل، د ناروغانو د انتقال تخته، لاګ بوکونه، مارکرونه، قلمونه، کتابچې، کلیپ بورډونه، د ساحې نقشې، د وسایلو د ساتلو لپاره پلاستیکي بکسې او د بیړنۍ اړیکې لیستونه به پکې موجود وي، د پراختیایي پلانونو لپاره د دقیقو او واقعي معلوماتو د برابرولو لپاره له ۱۵ کمېټو سره په همغږۍ د درې بعدي نقشو جوړول او ارزول او د طبیعي پېښو د خطرونو د مخنیوي په موخه به له ۱۵ کمېټو سره د ۸،۹۹۲ ډالرو په ارزښت مالي مرسته کول تر سره شي.    

نیټه: ۱۴۴۷/۰۲/۰۵هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادار

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۱:۱
Background image

د پېښو چارو د همغږۍ معین د غور ـ هرات پر لویه لاره د پلچک د جوړېدو د بهیر څارنه وکړه

تېره ورځ جمعه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غور ولایت فیروزکوه ښار د بره‌خانه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۰:۲۴
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱,۶۴۳,۵۲۰ افغانۍ نغدي پیسې ۳۲۰ زیانمنو کورنیو ته ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DAARTT موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۹:۱۸
Background image

د بغلان ولایت په پلخمري ولسوالۍ کې په لاس جوړ شوي چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین‌پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست، د بیړنۍ اړیکې شمېرې (070,8606060) له لارې د ترلاسه شوي اړیکې پر بنسټ، د اومر مؤسسې د بېړنۍ ځواب وینې ټیم د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .