په میدان وردګ ولایت کې د هاوان مرمۍ او ماینونه خنثی شول

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۷:۳۳
news image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت مرکز میدان ښار په چهار قلعه سیمه کې د هاوان مرمۍ او ماینونه کشف کړل او د تخنیکي ټیمونو په واسطه یې په خوندي توګه خنثی کړل.
دا مرمۍ او ماینونه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لخوا د آریا ماین پاکۍ موسسې په همکارۍ وموندل شول، او د یادې مؤسسې د تخنیکي ټیم له لوري په بریالیتوب او خوندي توګه لمنځه یوړل شول.
د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس محترم مولوي فیض الله جلالي، د آریا مؤسسې له همکاریو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، چې د جګړې له پاته چاودېدونکو توکو څخه د سیمو د پاکولو هڅې به دوام ولري او د ولایت په کچه د ماین پاکۍ ګرځنده ټیمونه ټاکل شوي څو ماینونه کشف او لمنځه یوسي او د احتمالي خطرونو څخه مخنیوی وشي.

نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۲۳ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۳۹
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست اجباري راستنېدونکو ۷۰ کورنيو ته خوراکي مرستې ووېشلې

 د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په قرغيو ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره په سرخکانو پنډغالي کې له ګاونډیو هېوادونو څخه یاد ولایت ته په اجباري توګه راستنېدونکو ۷۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د بامیان ولایت د پوهنتون او ښاري ښوونځیو د استادانو لپاره د زلزلې له ‌خطرونو څخه د خوندیتوب پروګرام ترسره شو

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هستوګنې لپاره د آغاخان محترمې مؤسسې (AKAH) په همکارۍ، د ښاري ښوونځیو او بامیان پوهنتون د استادانو، او همدارنګه د یاد ریاست د کارکوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۰
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خارستان د پلچک جوړولو د پروژې له کار څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي عدالسلام عمر د خارستان د پلچک جوړولو د پروژې له کار څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .